کورپاڼه / جالب / پخوانی ممیایي شوی جسد وموندل شو؛ کیندونکي یې د ژبې په لېدو حیرانه دي

پخوانی ممیایي شوی جسد وموندل شو؛ کیندونکي یې د ژبې په لېدو حیرانه دي

په مصر کې لرغونپوهانو یو داسې ممیایي شوی جسد موندلی، چې ژبه یې د سرو زرو ده.

راپورونه وایي چې لرغونپوهانو دغه ممیایي شوی جسد په تاپوسیرس میګنا کې د کیندنو پرمهال موندلي او تاپوسیرس میګنا هغه ښار دي چې 270-280 قبل المیلاد ترمنځ جوړ شوی و او دغه کیندنې د سینټو ډومنګو پوهنتون تر مشرۍ لاندې ترسره شوي.

ویل کېږي چې د تاپوسیرس میګنا دغه ځای، چې ممیایې جسد یې ترې موندلی او ژبه یې د سرو زرو ده، دوه زره کاله پخوانی دی او له دې سره څنګ پنځلس نور ممیایي شوي جسدونه هم ترلاسه شوي، چې لرغونپوهان یې د همدې دور ګڼي.

د سرو زرو د ژبې سربېره په ممیایي شوو کې یو طلایي تابوت هم ترلاسه شوی دی.

لرغونپوهان وایي چې دې ممیایي جسد واله خپله ژبه ددې لپاره لېرې کړې او پرځای د سرو زرو ایښې، ترڅو د هغوی په باور خدای ورسره خبرې وکړي.

یاده دې وي چې تېر کال د سپتمبر په میاشت لرغونپوهانو په مصر کې د یوې هدېرې څخه دیارلس تابوتونه ترلاسه کړي ول، چې په اړه یې ویل کېدل چې دوه نیم زره کاله پخواني دي، څو اوونۍ وروسته د لرغونپوهانو لخوا بیا یو تابوت د خلکو ترمخ خلاص شو، چې د ممیایې شوي جسد ځلیدونکي جامې په غاړه وې او داسې معلومېده چې دا به کوم مذهبي مشر وي.

د لومړنیو څېړنو څخه معلومېږي چې دغه تابوت په مکمل ډول بند و او د خښولو پرمهال هم نه و خلاص شوی او له دې وروسته په نومبر کې له یو بل ځای څخه له سلو ډېر تابوتونه ترلاسه او څلویښت مجسمې د کیندنو پرمهال وموندل شوې.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …