کورپاڼه / جالب / یوې لس کلنې انجلۍ په یو ساعت کې د ۳۳ ډوله خوړو په تیارولو ریکارډ جوړ کړ

یوې لس کلنې انجلۍ په یو ساعت کې د ۳۳ ډوله خوړو په تیارولو ریکارډ جوړ کړ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یوې لس کلنې انجلۍ سانوي ایم پرجیت یو ډېر جالب ریکار جوړ کړ او له یو ساعت څخه په لږ وخت کې یې تقربیاً د ۳۳ ډوله خوړو په تیارولو خپل نوم د اسیا د ریکارډونو او د هندوستان د ریکارډونو په کتاب کې ولیکه.

هندي رسنۍ وایي چې سانوي په دومره کم وخت کې ورېژي، چرګ او د بېلابېلو خوړو په تیارو سره روش هم تیار کړی دی.

ویل کېږي چې سانوي د هندوستان د کیرالا ایالت اوسیدونکې ده او د پرجیت بابو او منجما پرجیت لور ده او د خوړو د تیارولو لپاره یې مراسم د همدوی په کور کې په انلاین ډول سره نېول شوي ول او د ذکر شوو ادارو کارمندانو یې څارنه کوله.

چې بیا له یو ساعت څخه په کم وخت کې ۳۳ ډوله خواړه تیار کړل او نوم یې د ریکارډونو په کتاب کې ولیکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

دوه هغه ټاپوګان چې ترمنځ یې فاصله څلور کیلو میتره، خو وخت یې بیا شل ساعته سره توپیر لري

که چېرته د دوو سیمو ترمنځ په زرګونه کیلو میتره فاصله شتون ولري، نو په …