کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي فلم جوړونکی: سنجي دت اوسمهال په بشپړ ډول ښه شوی

هندي فلم جوړونکی: سنجي دت اوسمهال په بشپړ ډول ښه شوی

د هندي فلمونو جوړونکی راهول میترا وایې، چې د بالیووډ د اداکار یا هنرمند سنجي دت د نوو (MRI) او (PET) معاینات وروسته معلومه شوې، چې نوموړی اوس بالکل ښه دی. د هندي رسنیو د راپورونو ویل کېږي چې راهول میترا دوه ځلې له سنجي دت سره کار کړی او اوسمهال یې پخپله انټروۍ کې د نوموړي د روغتیا په اړه تازه تفصیلات ورکړي.

راهول میترا پخپله انټروۍ کې د سنجي دت د روغتیا په اړه وایي، چې په تېرو څو ورځو کې نوموړي د دویم ځل لپاره بېلابېل معاینات وکړل، چې پایله یې ښه او د سنجي دت په حق کې راووته.

راهول میترا وایي، چې د سنجي دت په تازه طبي راپورونو کې راغلي، چې اوسمهال د نوموړې په بدن کې د سرطان بکټریا نشته او اوس له سرطان څخه آزاد دی. میترا زیاتوي، کله چې ورته معلومه شوه چې سنجي دت سرطان دی، نو ډېر زیات خپه شو او سنجي دت ته یې زنګ وواهه او ورته یې وویل چې باید سرطان ته ماتي ورکړي. چې بیا ورته سنجي دت وعده ورکړه وه چې نوموړی به په پوره زور او طاقت سره مقابله کوي.

راهول میترا د سنجي دت ستاینه کوي او وایې چې سنجو د یو غر په څېر دی او د سرطان ته د ماتي ورکولو لپاره کلکه اراده لرله.

یاده دې وي چې تېر کال سنجي دت د سرطان په دویمه او دریمه درجه اخته شوی و، چې د رسنیو د راپور له مخې سنجي دت د درملنې لپاره امریکا ته د تګ پرېکړه کړې وه او د روغتیا ستونزې په سبب یې پنځه کلنه ویزه ترلاسه کړې وه، چې بیا یې خپله درملنه د ممبیي په کوکیلا بین روغتون کې پیل کړه، چې اوسمهال یې دادی سرطان ته ماتي ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانۍ اداکارې حمیمه ملک د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو دعا غوښتې

پاکستانې اداکارې یا هنرمندې د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو د دعا غوښتنه کړې، …