د پاکستان حکومت د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل د شپږم پړاو سياليو لپاره په لوبغالي کې ٢٠ سلنه تماشچيانو ته د ورتګ اجازه ورکړه.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د حکومتي چارواکو او کرکټ بورډ د غړو ترمنځ يوه ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې د پاکستان سوپر ليګ لوبو ته د ٢٠ سلنه تماشچيانو لوبغالي ته د ورپرېښودو اجازه ورکړل شوه.
په راپور کې ويل شوي دي، چې د پلى اف پړاو سياليو لپاره به د مارچ په مياشت کې يو ځل بيا ناسته ترسره شي.
دوى وايي، چې په لوبغالي کې بايد احتياطي تدابير خپل شي، د پلى اف پړاو د سياليو او په هغې کې د تماشچيانو د ګډون په اړه به وروسته پرېکړه وشي.
د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ په کراچۍ او لاهور ښارونو کې ترسره کېږي او ويل کېږي چې د کورونا د مخنيوي په پار ورته سخت احتياطي تدابير هم نيول شوي دي.
د پاکستان حکومت کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې د لوبو پر مهال به سخت احتياطي تدابير خپلوي او د احتياطي تدابيرو څخه سرغړونه به په هېڅ صورت ونه منل شي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه پيلېږي، چې پنځه افغان لوبغاړي هم پکې برخه اخلي.
راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او نور احمد لکڼوال به د بېلا بېلو لوبډلو سره ولوبېږي.