کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټک ټاک د کومو خلکو اکاونټونه بندوي؟
ټک ټاک

ټک ټاک د کومو خلکو اکاونټونه بندوي؟

د کوچنيو ويډيوګانو مشهور چينايي اپليکېشن ټک ټاک اعلان کړى دى، چې د ١٣ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو اکاونټونه به بند کړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، تېره ورځ ټک ټاک په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى د ايټاليې حکومت وړاندېزونه منلي دي او د هغې له مخې به د ١٣ کلنو او تر دې کم عمره کاروونکو اکاونټونه بند کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په ايټاليه کې يو لس کلن ماشوم د يو خطرناک چېلنج پوره کولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و، چې ايټاليې وروسته له هغې د ماشومانو د خونديتوب په موخه دا ګام پورته کړى دى.

د ايټاليې حکومت ټک ټاک ته ويلي دي، چې د فبرورۍ له ٩مې نېټې څخه دې د هغه ماشومانو اکاونټونه بند کړي، چې عمرونه يې تر ١٣ کلونو پورې دي.

د يادولو وړ ده چې ټک ټاک يو چينايي اپليکېشن دى، خو په ټوله نړۍ کې ډېر کارکوونکي لري او په ځانګړې توګه د کورونا پر مهال يې کاروونکي بېخي ډېر شو.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …