کورپاڼه / هنر او کلتور / کابل کې د يوګا کوونکې: يوګا د اسلام خلاف عمل نه دى
يوګا

کابل کې د يوګا کوونکې: يوګا د اسلام خلاف عمل نه دى

يوګا چې په دې وروستيو کې د هند او چين وروسته په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، اوس په افغانستان کې هم د يوګا کوونکي شته او بيا په کابل کې د يوګا لپاره يو ځانګړى مرکز هم جوړ شوى دى.

د امريکا غږ اشنا راډيو د يو راپور په وېنا، په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې يوګا ترسره کېږي، خو د يوګا ښځينه کوونکې وايي چې دا اوس هم په دې ټولنه کې نوې ده.

د ليمه وزيرۍ په نوم يوه نجلۍ چې يوګا کوي، هغه وايي، چې يوګا په اصل کې ډېره نوې ده، زه فکر کوم چې يو څو کاله وروسته به يوګا ډېره عادي شي، لکه څنګه چې نورې نظريې هم عادي شوي دي.

ليمه زياتوي، دلته له يوګا داسې مفهوم اخيستل کېږي چې ګوا کې دا يو مذهبي کار دى او د اسلام خلاف دى، حال دا چې داسې نه ده او که تاسې د يوګا د فلسفې تل ته لاړ شئ نو تاسې به پوه شئ چې په اصل کې داسې نه ده، دا چې په چين يا هند کې رامنځته شوې، هغه جلا خبره ده.

نوموړې همدا راز وايي، چې اوسمهال ډېرى ډاکټران هم خپلو ناروغانو ته دا توصيه کوي چې يوګا دې وکړي، نو دا په دين يا مذهب پورې اړه نه لري.

په کابل کې د يوګا مرکز چلوونکې يا روزونکې فخريه ممتاز وايي، چې دلته د يوګا ترسره کولو لپاره دوى ته ستونزې شته دي، خو بيا هم ډېرې ښځې ورځي او هلته يوګا کوي.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …