کورپاڼه / روغتيا / د سترګو درد ولې رامنځته کېږي؟

د سترګو درد ولې رامنځته کېږي؟

د سترګو درد پر سترګو د فشار یا ستړیا نښه کیدلی شي، د دماغو درد او د پوزې په هډوکي کې د درد په سبب هم د سترګو پر شاوخوا کې درد رامنځته کېږي، چې په ځینو حالاتو کې خطرناک هم واقع کېږي، ځینې خلک یې بیا د خارښت، درد او سوخت احساس کوي او یاهم داسې احساس کوي، لکه په سترګه کې یې چې څه شی تللی وي.

سترګې چې کله ستړي شي نو انسان ته د درد احساس ورکوي او ډېری وخت هغه مهال پېښېږي، کله چې یو څوک داسې کار کوي، چې تر ډېره وخته پورې توجه ته ضرورت لري.

1) کمپیوټر، موبایل یا تلویزون ته کتل

2) موټر چلونه

3) مطالعه کول

سترګو د درد لپاره آرام ورکونه ښه تمامېږي، روغتیایې کارپوهان وایې چې له شلو دقیقو څخه ډېر یو شي ته باید ونه ګورو او وقفه وکړو یاهم شل فوټه لېرې شي ته تر شلو ثانیو پورې وګورو او په دې ډول به مو سترګو ته آرام ور په برخه شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …