کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه کړکۍ چې هوا دننه کوي، خو شور دننه نه پرېږدي

هغه کړکۍ چې هوا دننه کوي، خو شور دننه نه پرېږدي

کړکۍ په کور کې د روښنایۍ او د هوا لپاره کلیدي حیثیت لري، خو کله چې کړکۍ خلاصه شي، نو له کوټې څخه بهر شور ماشور هم کوټې ته داخلېږي، چې اوسمهال په همدې موخه په سینګاپور کې انجینرانو یوه داسې کړکۍ ډیزاین کړې، چې له عامو کړکیو څخه په ښه ډول هوا کوټې ته دننه کوي، خو د شور مخنیوی کوي او نه پرېږدي چې کوټې ته داخل شي.

ویل کېږي چې د سینګاپور د نیشنل پوهنتون انجینرانو په یو نوي ډول سره کړکۍ جوړه کړې چې د Acoustic friendly ventilation window نوم یې ورکړی او د لومړنۍ نمونې اوږدوالی یې ۱.۸ میتره، پلنوالی یې. ۸۸ میتره او پراخوالی یې ۰.۱۵ میتره دی. دغه راز دوه پلې لري او د دواړو ښېښو ترمنځ یې اته نیم سانتي میتره خلاصه برخه هم شتون لري.

ددې سربېره په افقي ډول سره دوه پلې هم لري، چې یوه یې دننه خواته او بل یې بهر طرف ته خلاصېږي

لاندې خواته یې یو پکي ډول برخه لري، چې د بهر له طرفه تازه هوا کوټې ته دننه کوي او د مختلفو درزونو څخه د کوټې طرف ته داخلېږي. په زړه پورې یې دا چې هوا له فلتر څخه تېرېږي او ګرد او غبار کوټې ته نه پرېږي او ښي او کیڼ لوري ته یې هوایي خلیج د بهرنی شور مخه نیسي او د عامو کړکیو په پرتله څلور برابره هوا کوټې ته داخلوي، خو شور یې بهر پرېږدي.

ویل کېږي چې اوسمهال دغه کړکۍ په پوهنتون کې د ازموینې لاندې نیول شوې، لکه څنګه چې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې نصب شوې وه او د اخري معلوماتو له مخې یژ ډېر ښه نتایج هم لاسته راغلي ول.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …