کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډيلي بولز د قلندرز لوبډله له ماتې سره مخ او لومړى مقام يې خپل کړ
رحمان الله ګربز

ډيلي بولز د قلندرز لوبډله له ماتې سره مخ او لومړى مقام يې خپل کړ

د ډيلي بولز له لوري ايوين ليويس، روي بوپاره او رحمان الله ګربز چټکه توپوهنه ترسره کړه او د قلندرز لوبډلې ته يې ماتې ورکړه چې په جدول کې يې لومړى مقام هم خپل کړ.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د سوپر ليګ په لوبه کې ډيلي بولز پچه وګټله او قلندرز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

قلندرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام بانټون ٢٦، کريس جورډن ١٨ او سميت پټيل هم ١٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيلي بولز له لوري فيډل ايډورډز ٢، ډواين براوو، شيراز احمد او نيم ينګ ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٠٨ منډو هدف د ډيلي بولز توپوهونکو په چټکه توپوهنه په ٧.٢ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د دوى لپاره ايوين ليويس ٤٨ ناسوځېدلې، روي بوپاره ٣٧ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز ١٧ منډې وکړې.

د قلندرز له لوري احمد دانيال ١ ويکټ واخيسته.

د مېجيک مومنټ او پاور هيټر جايزې روي بوپاره ترلاسه کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايوين ليويس ته ورکړل شوه.

په روان ليګ کې دا د قلندرز لومړۍ ماته ده، همدا راز ډيلي بولز هم پنځه لوبې وګټلې او د ١٠ نومرو سره په لومړي سر کې ده، ورپسې ناردرن واريرز او همدا راز قلندرز هم ١٠-١٠ نومرې لري.

د ټيم ابوظهبي او بنګله ټايګرز ترمنځ د سوپر ليګ وروستۍ لوبه ترسره کېږي، چې معلومه به شي، په دوى کې به کومه لوبډله پلى اف پړاو ته لار پېدا کړي، ځکه ډيلي بولز، ناردرن واريرز او قلندرز لوبډلو پلى اف پړاو ته لار پېدا کړې ده.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …