د کمال خان بند جوړېدل او پکې د اوبو ټولېدل د افغانانو لپاره يوه ستر د خوشحالۍ زېرى دى، چې ټولو افغانانو پرې ډېره خوشحالي څرګنده کړې ده.
د کمال خان بند په اړه هنرمندانو هم خپل نظرونه شريک کړي دي او د دې بند په جوړېدو يې خوشحالي ښکاره کړې ده.
مشهور هنرمند اريان خان يو شمېر عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي: ((د غني افغانستان دا لوى وياړ او لاسته راوړنه ده. د کمال خان بند د بشپړېدو په وياړ بايد د خوشحالۍ جشن ونيسو. اووه سوه کاله وروسته د کمال خان بند يو وار بيا له اوبو ډک شو، د وطن ابادي زموږ افغانانو يوازينۍ هيله او ارمان دى.))
View this post on Instagram
همدا راز مشهور هنرمند جاوېد اميرخېل هم د کمال خان بند يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي: ((د کمال خان او شور اباک بندونه مو ډېر مبارک شه. ته د دې هېواد او ولس رښتونى خادم يې. محترمه ولسمشره ډېره مننه مو کوو. په شتون دې هزار بار شکر وباسو. تل دې وي افغانستان او ژوندى دې وي ولسمشر.))
View this post on Instagram
د يادولو وړ ده چې کمال خان بند د افغانستان له يو مهمو او سترو پروژو څخه دى، چې ډېر کلونه پخوا پرې کار پيل شوى و، خو د جنګونو له امله يې کارونه له ځنډ سره مخ شو.
د کمال خان بند په مرسته به د افغانستان هغه اوبه مهار شي، چې ايران ته ورروانې دي او د دې اوبو په مرسته به د نيمروز ولايت دښتې خړوبې او ابادې شي.