کورپاڼه / اسلام / د نبي کریم صلي الله علیه وسلم د ژوند یوه ایمان ورکوونکې پېښه

د نبي کریم صلي الله علیه وسلم د ژوند یوه ایمان ورکوونکې پېښه

یو ځلې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره له یو ځایه تېرېده، چې په لار کې د یوې اوزې مردار بچی په یو داسې حالت کې ولید، چې په ټول بدن یې مچان راټول ول، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو پوښتنه وکړه، تاسې کې به داسې څوک وي، چې دغه د اوزې مردار بچی واخلي، صحابه کرام حیران شول او وویل چې ای رسول الله! موږ خو د اوزې دا مردار بچه په یوه پیسه هم نه اخلو.

او بیا ددې اخیستل خو تاوان دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې یاد یئ لرئ! چې د دنیا مال او دولت مثال هم د اوزې ددې مردار بچي په څېر دی، اخرت شاته اچول او د دنیا مال او ګټه هم د زیان سودا ده.

دا پېښه دا هم ښیي چې نبي کریم صلی الله ږ یو کامیاب او نه هیریدونکي ښوونکي و، ځکه چې رسول الله به یو عملي مثال مخته کېښود، د صحابه کرامو په ذهن کې به یې پوښتنه پیدا کړه او بیابه یې ځواب ورکړ او په همدې ډول به صحابه کرام ترې یو درس ترلاسه او د عملي ژوند برخه به یې وګرځوله.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …