کورپاڼه / روغتيا / د سهار پرمهال ورزش کول ډېر ګټور وي

د سهار پرمهال ورزش کول ډېر ګټور وي

روغتیایې کارپوهانو ویلي، چې سهار وختي ورزش کول د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، زموږ مشران او سپین ږیري وایي چې سهار وختي پورته کېدل د الله تعالی عبادت او ورزش کول زموږ د ذهني روغتیا او بدني راحت لپاره د انرژۍ یوه غوره ذریعه ده.

د شپې تر ناوخته پورې د موبایل استعمال یا نور مصروفیتونه د سهار د پورته کېدو عادت له منځه وړي، د سهار پرمهال ورزش کول، چکر وها یا منډې او ټوپونه وهل د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي او هغه کسان چې د ورزش مینوال وي په ماښام یې هم ترسره کولی شي، خو د ختیځو هیوادونو روغتیاپالانو بیا د سهار پر وخت ټینګار کړی، دغه راز ځینې نور ریاضتونه او طریقې هم د سهار پر وخت ترسره کېږي او ګټې یې ثابتې شوي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د سهار پرمهال ورزش کول له بل هر وخت څخه ډېر ګټور وي، ځکه چې په دې وخت کې ورزش د انسان د بدن اضافي وازده ډېره اوبه کوي، موږ ټول ورځ خوراک کوو د شپې پرمهال بیا ټول غوړ او وازده یو ځای ته راټولېږي او د سهار ورزش یې بیا اوبه کوي.

سربېره پر دې د سهار ورزش سږو ته تازه اکسیجن ورکوي، چې بیا پر روغتیا ښې اغېزې کوي، نو موږ ته پکار دي چې د شپې ډوډۍ ژر وخورو، ژر ویده شو، تر ډېره له ویخ پاتې کېدو ډډه وکړو او کله چې سهار پاڅېږو ورزش یا قدم وهنه ترسره کړو، ترڅو ټوله ورزش خوښ او خوشحاله واوسو.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …