کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د پلى اف پړاو لوبې
افغان لوبغاړي

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د پلى اف پړاو لوبې

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د سوپر ليګ پړاو سيالۍ پرون پاى ته ورسېدې، چې ډيلي بولز، ناردرن واريرز، قلندرز او ټيم ابوظهبي د پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړه.

اوس د دې سياليو د پايلوبې په ګډون پنځه سيالۍ پاتې دي، چې د فبرورۍ تر شپږمې نېټې پورې به ترسره شي.

د سوپر ليګ دوه مخکښې لوبډلې، ډيلي بولز او ناردرن واريرز په کواليفاير لوبه کې مخ کېږي او دريمه او څلورمه لوبډله (قلندرز او ټيم ابوظهبي) به په ايليمينېټر ١ کې ولوبېږي.

نن د کواليفاير او ايليمينېټر ١ لوبې ترسره کېږي.

د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډله کې چې هره يوه بريالۍ شوه، هغه به پايلوبې ته لار پېدا کړه او ناکامه لوبډله به ايليمينېټر ٢ ته لاړه شي.

همدا راز په ايليمينېټر ١ کې چې کومه لوبډله بريالۍ شوه، هغه به ايليمينېټر ٢ ته لاړه شي او کومې لوبډلې چې ماتې وخوړه، هغه به د دريم مقام لپاره ترسره کېدونکې لوبې ته لاړه شي.

په ايليمينېټر ٢ کې چې چا بريا خپله کړه، پايلوبې ته به لار پېدا کړي او کومه لوبډله چې له ماتې سره مخ شوه، هغه به د دريم مقام لپاره بيا د ايليمېنټر ١ د ناکامې لوبډلې سره لوبه وکړي.

نن د ډيلي بولز او ناردرن واريرز ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت ٤ بجې لوبېږي، چې په ډيلي بولز لوبډله کې رحمان الله ګربز، محمد نبي او وقار سلامخېل هم شتون لري.

همدا راز د قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبه به د افغانستان په وخت ٦:١٥ بجې پيل شي، چې له قلندرز سره عظمت الله عمرزى او د ټيم ابوظهبي سره نجيب الله ځدراڼ او نوين الحق لوبېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او مجیب الرحمان

محمد نبي او مجیب الرحمان ۲-۲ ویکټې واخیستې

د ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې نن محمد نبي او مجیب الرحمان دواړو ښه لوبه ترسره …