کورپاڼه / هنر او کلتور / د سنجي دت فلم (مُنا بایي ۳) به کله راځي؟

د سنجي دت فلم (مُنا بایي ۳) به کله راځي؟

د بالیووډ د بریالي فلم (مُنا بایي) د لړۍ جوړونکي یا پروډیوسر ودو ونود چوپړا وایي، چې لا تر اوسه یې د دریمې برخې لپاره کیسه نه ده تیاره شوې، ځکه خو یې د ډېرو خلکو په مشهوره کار ودرولی دی.

د یوې انټروۍ پرمهال ودو ونود چوپړا وایي، چې مُنا یو بریالی یا کامیاب فلم دی، که چېرته یې دریمه برخه جوړه نه شي، نو دا به لېونی شي.

نوموړی وایي چې پوښتنه دا نه ده، چې فلم به څو میلونه روپۍ وګټي، بلکې یوازې او یوازې د یوې کیسې په وجه یې کارونه درېدلي.

په فلم کې د سرکټ رول ادا کوونکی ارشد وارثي د فلم په نه جوړېدلو په بیان کې وایې، چې دا هر څه د ارشد فکر دی، څنګه چې یوه کیسه تیاره شي، نو دوی به په فلم کار پیل کړي.

یاده دې وي چې تېر کال په رسنیو د سنجي دت د سرطان کیدو خبرونه خپاره شوي ول، چې تېره ورځ یې د روغتیا په اړه خبر خپور شو او ویل شوي ول چې نوموړي اوس مهال بالکل له سرطان څخه آزادي ترلاسه کړې ده.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …