کورپاڼه / بېلا بېل / هغه مرغۍ یا الوتونکې چې په دوامداره توګه لس میاشتې د الوت په حال کې وي

هغه مرغۍ یا الوتونکې چې په دوامداره توګه لس میاشتې د الوت په حال کې وي

په لومړي سر کې به دا پوښتنه راواخلو، یوه مرغۍ چې په دوامداره توګه لس میاشتې د الوت په حال کې وي، په کومې طریقې سره خوراک ترلاسه کوي؟ توتکۍ د نړۍ یواځینۍ مرغۍ ده، چې یو نسل یې د کال په لسو میاشتو کې په دوامداره توګه د الوت په حال کې وي او په دومره اوږده موده کې خپل خوراکي ضرورتونه د ماشو او مچانو په خوړلو پوره کوي.

الوتونکي د اسلام د دین په تاریخ کې ډېر اهمیت لري ځکه چې د قران کریم په سوره فیل کې د ابابیل یا توتکۍ په اړه ذکر شوی او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې یې مختلف ډولونه موندل شوي او د خپل طبیعت له مخې د موسم په بدلون خپل ځای بدلوي او په جنوبي اسیا کې یې یو ډول بیا داسې هم دی، چې پوره کال په یو ځای کې ژوند کوي.

توتکۍ د بېلابېلو آوازونو په ایستلو د خوښۍ، خطر او نورو احساساتو څرګندونه کوي. بله خوا څېړونکي وایي چې د توتکیو ډول چې (کامن سویفټ) ورته وایي، په دوامداره توګه لس میاشتې د الوت په حال کې وي او خپل خوراکي ضرورتونه د الوت پرمهال پوره کوي.

توتکۍ له دولسو څخه تر پنځلس ساتني میترو پورې اوږدې وي او تل په ډلیزه توګه الوت کوي، پخوا وختونو کې به یې د کورونو په چتونو او څاه ګانو کې ځالې جوړولې، خو د وخت په تېرېدو یې ځالې له منځه لاړې، خو اوسمهال د سیندونو او نهرونو سره په څنګ د پلونو لاندې ژوند کوي او خپلې ځالې د خټو څخه په ډېر هنر جوړوي.

دا هم ولولئ

ګازي بخارۍ که ګټې لري نو زیانونه یې هم شته دی؛ احتیاطي تدابیر یې څه دي؟

په سړه هوا کې د کور ګرم ساتلو لپاره په هر کور کې ګازي بخارۍ …