کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کسان چې دغه عادتونه لري، واده ورسره مه کوئ

هغه کسان چې دغه عادتونه لري، واده ورسره مه کوئ

فرض کړئ چې ستاسو د ژوند ملګرې/ملګری ستاسې عزت نه کوي، هغه خوښي نه در کوي چې تاسې یې حقدار یئ او یوازې مو د کور د یو غړي په څېر ګڼي، نو په دې حالاتو کې به مو ژوند ډېر سخت تمام شي، مخکې له دې چې یو څوک د ژوند ملګری کړئ یا ورسره د مینې اړیکه جوړه کړئ، باید دې خبرو ته پام وکړئ.

لنډ فکره: په داسې انسان هیڅکله باور مه کوئ، دوی به په تاسې بندېزونه ولګوي او ژوند به مو در تریخ کړي.

د حیواناتو دښمن: هغه کس چې په زړه کې یې حیوانات ته مینه نه وي، داسې کس هیڅکله له انسان سره مینه نه کوي.

وعده ماتوونکی: هغه کس چې تل وعده ماتوي، هیڅکله مخلص نه شي پاتې کېدای، بلکې تاسې تېر باسي.

توجه نه کوونکی: اړیکو ته توجه کول ډېر مهم وي، که چېرته ستاسې ملګری تاسې ته توجه نه کوي، ډېره امکان شته چې تاسط به یوازې پرېږدي.

بهانه کوونکی: د بهانې کولو مطلب دا وي چې له تاسې څخه ډېر مهم شیان نور هم شته، نو هغه کس چې بهانې کوي، خپل وخت ورسره مه ضایع کوئ.

هغه کس چې پخوانۍ خبرې رایادوي: له داسې کس سره ژوند تېرول پخپله یو لوی عذاب دی، نو هڅه وکړئ چې ترې لېرې واوسي.

خبرې پرې کوونکی: د خبرو د پرې کولو مطلب دا دی چې ماسره ستا د احساساتو هیڅ قدر نشته او نه ستا خبرو ته اهمیت لرم، نو هڅه وکړئ چې له داسې کسانو ځان وژغورئ.

دروغجن: ځینې درواغ د ښه نیت لپاره ویل کېږي، خو که چېرته داسې دروغ وي چې په اړیکه مو اغېز کوي یا هغه څوک چې دغه عادت لري، ترې ځان وساتئ.

مداخله کوونکی: د هر انسان ځینې خبرې او کارونه د هغه شخصیت پورې اړه لري او هغه کس چې د نورو په شخصیت کې کار لري، ترې ځان وساتئ.

سګریټ څکوونکی: هغه شخص چې په دوامداره توګه د سګریټ پرېښودو وعده کوي او بیا وعده نه پوره کوي نو پوه شئ چې دا شخص ستاسې لپاره ښه شخص نه دی.

غوسه ناک: هغه شخص چې تل له زور زیاتي څخه کار اخلي ترې لېرې واوسئ، ځکه چې دا ډول خلک د غوسې پرمهال ډېرې غلطې پرېکړې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه څلور الوتکې چې د الوتنې پرمهال ورک شوې او تر اوسه یې څه خبر رانغی

که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ …