کورپاڼه / خبرونه / رحمت شاه چې د بالر په توګه کرکټ ته راغلى و، څنګه تخنيکي توپوهونکى شو؟
رحمت شاه

رحمت شاه چې د بالر په توګه کرکټ ته راغلى و، څنګه تخنيکي توپوهونکى شو؟

رحمت شاه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو له تخنيکي توپوهونکو څخه دى، نوموړى دا وياړ هم لري، چې د افغانستان لومړنى او يوازينى توپوهونکى دى چې په ټېسټ لوبو کې يې سليزه وهلې ده.

خو ايا پوهېږئ، چې رحمت شاه په لومړي ځل د ملي لوبډلې سره د توپوهونکي په توګه نه، بلکې د توپ اچونکي په توګه يو ځاى شوى و.

رحمت شاه د مشال راډيو سره په خپله يوه مرکه کې په دې اړه غږېدلى دى.

نوموړړى وايي، چې په ٢٠١٣ کال کې زموږ د سکاټلېنډ سره په شارجه کې لوبې وې، چې د دې لوبو لپاره په لاهور کې تمريناتي کمپ لګول شوى و.

هغه زياتوي، ما توپوهنه ترسره کوله، چې اعجاز احمد زما توپوهنه وليدله، کله چې مې توپوهنه پاى ته ورسوله، نو زما خواته راغى او ماته يې وويل، چې په کوم پوزيشن توپوهنه کوې؟

ما ورته وويل، چې په شپږم، اووم او يا هم کله په اتم پوزيشن کې توپوهنه ترسره کوم.

رحمت شاه همدا راز وايي، اعجاز احمد هغه وخت زموږ روزونکي کبير خان ته ورغى او له هغه نه يې هم همدا پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وويل چې په اووم يا اتم پوزيشن يې توپوهنې ته لېږم. نو په ځواب کې ورته اعجاز خان وويل، چې دا خو ستا ون ډاون بيټسمېن دى او ته يې دومره وروسته توپوهنې ته لېږې.

نوموړى همدا راز وايي، چې له هغه وروسته راته کبير خان وويل، چې ته به نور په ون ډاون پوزيشن باندې توپوهنه ترسره کوې او له هغه وروسته په همدې پوزيشن کې توپوهنه کوم.

رحمت شاه د خپلو خوښو توپوهونکو په اړه هم وويل، چې ويراټ کوهلي، کين ويليمسن، بابر اعظم او روهيت شرما هغه توپوهونکي دي، چې ده ته يې توپوهنه کتل خوند ورکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …