کورپاڼه / هنر او کلتور / شردا کپور د واده د آوازو په اړه څه وویل؟

شردا کپور د واده د آوازو په اړه څه وویل؟

د بالیووډ د اداکارې یا هنرمندې شردا کپور او د فوټوګرافر یا عکس اخیستونکي روهن شریستا د واده په اړه خبرونه په دې ورځو کې د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی. خو کله چې د شردا کپور څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، نوموړې په ډېرې حیرانۍ سره وویل چې تاسې دا څه وایئ.

تېره ورځ د ممبیې په هوایې ډګر یو عکس اخیستونکي پاپا رازي له شردا کپور څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، چې نوموړې په شرمندونکې اندازه ورته په مرهټي ژبه وویل، چې تاسې دا څه وایئ.

یاده دې وي چې دغه آوازې هغه وخت په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، کله چې څو ورځې وړاندې اداکار یا هنرمند ورون دوان وکړ او په اشارې سره یې وویل چې راتلوونکی واده به د فوټوګرافر روهن شریستا وي. د راپورونو له مخې ویل کېږي چې هغه وخت د روهن شریستا او شردا کپور لیدنې ډېرې وي.

له دې وړاندې د شردا پلار اداکار شکتي کپور ویلي ول، چې لور ته یې په دې اړوند آزادي ورکړې، چې پخپله خوښه له هر چا سره واده کولی شي، خو د روهن سره د واده په اړه هیڅ نه پوهېږي.

نوموړي ویلي ول چې روهن ښه هلک دی، په ماشومتوب کې به یې کور ته ور تلو، خو شردا ورته په دې اړه څه نه و ویلي او دا یې یوازې د ماشومتوب د ملګرو په څېر پېژني.

دا هم ولولئ

سلمان خان د شاهرو خان (پټان) فلم کې د رول لوبولو له پیسو اخیستلو ډډه وکړه

د بالیووډ سلطان سلمان خان چې د شاهرو خان (پټان) فلم کې لنډ رول لوبوي، …