کورپاڼه / خپلواک / ولسمشر غني له اصغر افغان سره ليدلي
ولسمشر غني او اصغر افغان

ولسمشر غني له اصغر افغان سره ليدلي

خپلواک وېبپاڼه (۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني مرستيال لوبډلمشر اصغر افغان له ولسمشر غني سره تېره ورځ ليدلي دي.

دغه ليدنه په ارګ کې ترسره شوې ده، خو نه هم د ارګ له لوري او نه هم د اصغر افغان له لوري په دې تړاو څه ويل شوي، چې ولې دواړو ليدلي او په کومه موضوع يې خبرې کړې دي، خو په ټولنيزو رسنيو کې ويل کېږي، چې دواړو په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.ولسمشر غني او اصغر افغان ۱

په کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ پای ته رسېدو وروسته د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او اصغر افغان د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره هم ليدلي و. نوموړي همدا راز د دواړو نه مننه کړې وه چې دې هېواد او ولس ته يې خوشحالي راوړې او په نړۍ کې يې د افغانستان نوم او درې رنګه بېرغ ځلولی دی.

هغه همدا راز دواړو ته ويلي و، چې حکومت يې تر شا ولاړ دی او په هره برخه کې به ورسره مرسته کوي.راشد خان، حمدالله محب او اصغر افغان

همدا راز راشد خان د شپږيزې کرکټ ليګ پر مهال د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال خوشحال سعادت سره هم ليدلي و، خو په دغه تړاو هم کوم معلومات نه و ورکړل شوي، چې دواړو د کومې موضوع په تړاو ليدنه ترسره کړې ده.

د يادولو ده چې په کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ د اکتوبر په ۷مه نېټه پيل شوی و چې د اکتوبر په ۲۸مه نېټه پای ته ورسېده چې د محمد نبي په مشرۍ د مس عينک اتلانو لوبډلې پکې اتلولي خپله کړه. همدا راز افغانستان په راتلونکې مياشت کې د ویسټ انډيز سره درې شل اوريزې، درې يو ورځنۍ او يو ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …