کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د سپوروالي یا پخې د ختمولو آسانه لارې چارې

د ویښتانو د سپوروالي یا پخې د ختمولو آسانه لارې چارې

د ویښتانو سپوروالی یا پخه د ښځو او نارینه لپاره یوه عامه ستونزه ده او هغه وخت ځوروونکي تمامېږي، چې د ویښتانو د توییدو سبب وګرځي او د سر د خارښت لامل شي. روغتیایې کارپوهان وایې چې د سر او مخ پوستکی باید تل په یخو اوبو سره ووینځل شي، یخې اوبه د پوستکي د بې شمېره ناروغیو لپاره د طبیعي درملو حیثیت لري، خو د ژمي په موسم کې په ګرمو اوبو سره لامبل او سر وینځل یې د سپوروالي او پخې ستونزې ډېروي.

د سر د سپوروالي سببونه څه دي؟

د سر د سپوروالي ترټولو لویه وجه د شامپو ډېر استعمال او په ګرمو اوبو لامبل دي. ویل کېږي چې په شامپو موجود کیمیکل زموږ پوستکي ته زیان رسوي او د سر پټول هم ذکر شوې ستونزه رامنځته کوي. دغه راز د سر پاک نه ساتل او ذهني فشار یې هم لوی سببونه دي.

د سر د سپوروالي یا پخې نښې څه دي؟

د سر د سپوروالي ترټولو عام نښه د سر خارښت وي، چې بیا یې د حل لپاره بېلابېلې شامپوګانې استعمالېږي خو موږ به یې دلته ځینې کورنۍ او تجربه شوې لارې چارې در وښایو.

د لېمو استعمال:

لېمو په طبیعې ډول سیټرک اسید لري، چې بیا د سر سپوروالی او پخه له منځه وړي، نو هر ځل له لامبلو دمخه د لیمو اوبه راواخلئ او د مالوچو په وسیله په ویښتانو ووهئ.

د کوپرې تېل:

د کوپرې تېل هم د سر د سپوروالي په ختمولو کې اغېزمن تمامېږي، نو ددط لپاره لږه اندازه د کوپرې تېل راواخلئ، ګرم یې کړئ او د لېمو اوبه ور واچوئ، بیا په همدې تېلو خپل سر مساج کړئ.

اسپرین:

په اسپرین کې داسې کیمیکل شتون لري، چې د سر پخه او سپوروالی ختموي، ددې لپاره دوه د اسپرین ګولۍ راواخلئ، میده یې کړئ او بیا لږه شامپو ورګډه کړئ او تر دوو دقیقو پورې په ویښتانو ولګوئ او بیا یې ووینځئ.

د پیازو اوبه:

د پیازو اوبه هم د پخې ضد ځانګړتیا لري، نو ددې لپاره د پیازو اوبه واخلئ او په سر یې ووهئ او وروسته یې ووینځئ.

د اوړو سوډا:

د اوړو سوډا هم د سر د سپوروالي لپاره ګټوره وي، ددې لپاره لومړی خپل ویښتان لانده کړئ او بیا پرې سوډا ووهئ بیا یې په لاسونو وسولوئ، تر لږ ځنډه یې پرېږدئ او بیا یې پاک ووینځئ.

د هګۍ ژېړ:

د هګیو ژېړ د سر د خارښت او پخې یا سپوروالي لپاره ځکه ګټور وي، چې انټي ډینډرف ځانګړتیا لري.

هوږه:

هوږه هم د سر سپوروالی او پخه له منځه وړي، ددې لپاره هوږه میده کړئ او کریم یې د سر په پوستکي ووهئ او بیا یې له ځنډ وروسته ووینځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …