کورپاڼه / بېلا بېل / سپي د ځینو کسانو په لېدو ولې غپېږي؟

سپي د ځینو کسانو په لېدو ولې غپېږي؟

د سپی پخپله شاوخوا کې د یو نوی شخص په لېدو پوهېږي، چې ځینې وخت بیا د خلکو په لیدو غوریږي یاهم غپېږي، خو بیا د ځینو په لیدو خاموشه وي، اوس دلته پوشتنه داده چې سپي په ډول په نورو حمله کوي، دفاع غوره کوي یا نا آرامه وي خو آخر ولې داسې رویه کوي؟ راځئ چې ځینې سببونه یې دلته ولولو.

ناپېژانده شخص وېروي:

د ځینو ځانګړو خلکو پر وړاندې د سپیو د دا ډول رویې ترټولو عامه وجه دا وي چې دوی یو نوی شی تجربه کوي، هغه عموماً سپي د ناپېژاندو خلکو په لیدو نا آرامه کېږي او خپل ځان په خطر کې ویني او د هغه کسانو پر وړاندې ډېر غپېږي چې عادتونه یې ورته نوي ښکاره شي.

ځینې شیان خطرناک احساسوي:

د انسانان بدني جوړښت او یو له بل څخه د تګ مختلف ډول هم سپې راپاروي، یعنې هغه کسان چې خولۍ په سروي، د لوړ قد لرونکي وي، غږ یې دروند وي، ځانګړي د باډ لینګویج اندازه لري، په ځیر ځیر کتل، سګریټ څکول، شامپو او عطر هم په سپیو ښه نه لګېږي او پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کوي.

بدې خاطرې:

هغه کسان چې سپي ورځنې په تېر کې بدې خاطرې لري، نو د هغوی پر وړاندې دفاعي حالت غوره کوي او غپېږي.

د څښتن ساتنه:

د سپي د خپل څښتن په ساتنه کې ډېر حساس وي، نو هغه کسان چې په ناڅاپي ډول کور ته داخلېږي یا یې څښتن ته زیان اړوي نو په دې حالاتو کې سپي غپېږي، چې ډېر ژر بېرته ارامه کېږي، ځینې وخت سپي د حسد په سبب هم غپېږي.

د خلکو طبیعت پېژني:

سپې د خلکو د څارلو وړتیا لري او په ځینو څېړنیزو راپورونو کې ویل شوي چې سپي دا هم معلومولی چې یو شخص د باور وړ دی او که نه.

ځینې وخت سپي ددې لپاره هم غپېږي، چې څښتن یې ورسره مینه نه لري او په همدې ډول یې اظهار کوي. دغه راز د وېرې، فشار، غوسې او نا آرامۍ د اظهار لپاره هم غپېږي.

دا هم ولولئ

د روغتيا وزير

د کورونا وطنۍ درملنه؛ د روغتيا وزير زهر لرونکي درمل وڅښل

د کرغزستان د روغتيا وزير د خبري ناستې پر مهال د بوټو څخه جوړ شوي …