کورپاڼه / روغتيا / د بادیانو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د بادیانو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

بادیان د نباتاتو له جملې څخه دي، چې زموږ لپاره له یوې ډالۍ څخه کم نه دی او وړې وړې دانې یې زموږ د روغتیا لپاره دومره اړین وي چې اندازه یې هم نه شو کولی. ویل کېږي چې بادیان د پوستکي لپاره ګټور وي او د داغونو او دانو په مخنیوي کې مرسته کوي. دغه راز وینه پاکوي او د ویټامین سي او فایبرو مهمه سرچینه ګڼل کېږي، چې ګټې به یې په لاندې ډول ولولو.

لوړ فشار کنټرولوي:

د بادیانو د دانو په ژوولو سره د خولې په لیاړو کې نایټریټ ډېرېږي او په همدې ډول د لوړ فشار سطحه برابره ساتي. سربېره د بادیانو دانې د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده، لکه څنګه چې پوتاشیم د حجرو اړین جز وي، نو په همدې ډول د لوړ فشار په کنټرول کې مرسته کوي.

وینه پاکوي:

فایبر زموږ له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي او د وینې په پاکولو کې مرسته کوي، نو هڅه وکړئ چې پخپلو خوراکي توکو کې هغه شیان استعمال کړئ چې وینه پاکوي او دا کار بادیان په ښه شکل ترسره کوي.

پوستکی صاف ساتي:

بادیان د انسان لپاره زنک او د کلسیم په څېر قیمتي معدني مواد برابروي، چې بیا همدغه معدني مواد هورمونونه برابر ساتي او د اکسیجن په برابر ساتلو کې مرسته کوي او کله چې بادیان استعمال شي، نو یخوالی یې پر پوستکي اغېز کوي او ښه یې ساتي.

وزن کموي:

ویل کېږي چې بادیان د فایبرو د شتون په سبب د وزن په کمولو کې مرسته کوي او اصافي وازده اوبه کوي.

د ښه خوب لپاره:

د روغتیایې کارپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي چې د بادیانو په دانو کې موجود میګنیزیم د خوب د ښه والي لامل ګرځي.

بدهضمي له منځه وړي:

بازاري خواړه زموږ د ژوند برخه ګرځېدلې او په همدې سبب له بدهضمۍ سره مخ کېږو، چې بیا دغه ستونزه د بادیانو په ژوولو حل کولی شو. سربېره پردې د وینې کمښت ختموي او د هضم لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …