کورپاڼه / هنر او کلتور / راني مکرجي ولې د اشارو ژبه زده کړه؟

راني مکرجي ولې د اشارو ژبه زده کړه؟

بالیووډ ته د ډېرو بریالیو فلمونو ورکوونکې تکړه اداکاره یا هنرمنده راني مکرجي وایي، چې په ۲۰۰۵ کال کې ریلیز شوی فلم (بلیک) کې د سپیشل انجلۍ د رول لوبولو لپاره یې تر شپږو میاشتو د اشارو ژبه زده کوله.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د راني مکرجي او د امیتاب بچن د مشهور فلم (بلیک) شپاړس کاله وشول، چې په دې وخت کې راني مکرجي وویل کله چې ورته فلم جوړونکي سنجب لیلا بنسالي ددې رول د ادا کولو وویل، نو نوموړې سخت وویرېده.

راني مکرجي وایي چې دی ځکه وېرېدلې وه، چې دغه رول لوبول ورته ستونزمن و، نوموړې وایې چې دا د هر اداکار او اداکارې غوښتنه وي، چې له سنجی لیلا بنسالي سره دې کار وکړي او زه خو هسې هم له (دیو داس) فلم څخه وروسته یې مینواله وم.

راني مکرجي زیاتوي چې زما لپاره دغه رول لوبول ستونزمن و، ما بالکل خپل کیریر کې داسې څه نه ول کړي، خو سنجي لیلا راسره پوره پوره مرسته وکړه، تر دې شپږ میاشتې مې یې په زده کولو تېر کړې.

یاده دې وي چې د بلیک فلم په ۲۰۰۵ کال ریلیز شوی و، چې کیسه یې د یو استاد او شاګردې په اړیکو څرخېدله، یعنې په دې فلم کې امیتاب بچن استاد او راني مکرجي د شاګردې رول لوبولی، چې بیا راني ته په دې رول لوبولو سره مډال هم ورکړل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …