کورپاڼه / خبرونه / سبا په ننګرهار کې د ملي لوبډلې لوبغاړو څخه د یو-یو ټېسټ اخیستل کېږي
افغان لوبډله

سبا په ننګرهار کې د ملي لوبډلې لوبغاړو څخه د یو-یو ټېسټ اخیستل کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ننګرهار کې د زمبابوې پر وړاندې د لوبو لپاره تمرینات پیل کړي دي، چې د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې يې تراوسه پورې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي له هېواده بهر دي، چې په ابوظهبي کې په ټي ۱۰ لیګ کې لوبېږي، خو هغه چې په هېواد کې دي، په دغه تمریناتي برخه کې يې ګډون اخیستی، چې نوملړ يې تراوسه نه دی شریک شوی.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې سبا په ننګرهار کې د ملي لوبډلې لوبغاړو نه د یو-یو ټېست اخیستل کېږي.

دغه سرچینه وايي، چې هغه لوبغاړي چې په هېواد کې دي او تمریناتي کمپ کې ګډون لري، د هغوی څخه د یویو ټېسټ اخیستل کېږي او له نورو به وروسته واخیستل شي.

د یادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څو ورځې وړاندې د ملي سپورټ ټلویزیون سره په خپله مرکه کې ویلي و، چې یو یو ټېسټ مهم نه دی او هغه غواړي چې د لوبغاړو لپاره یو اوږد تمریناتي کمپ ترسره او د لوبغاړو په سکلز باندې کار وکړي.

افغانستان له زمبابوې سره ۲ ټېسټ او ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې لري چې د مارچ په میاشت کې ترسره کېږي، خو دقیق نېټې او ځای يې تراوسه پورې نه دی اعلان شوی.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …