نن ورځ د اسلام د لومړني خلیفه، عشره مبشره صحابي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوست او خسر د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د وفات ورځ ده.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هغه شخص دی، چې له ټولو وړاندې یې د اسلام مبارک دین منلی او ایمان یې راوړی، دغه راز د ابوبکر صدیق رضي الله عنه د صداقت او رښتینولۍ په سبب رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د صدیق لقب ورکړی او د رسول الله صلی الله علیه له خاصو خلکو څخه و، چې د هجرت پر وخت هم له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ملګری و، په ټولو غزاګانو کې یې برخه اخیستې وه.
کله چې د تبوک د غزا پرمهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د مالي مرستې غوښتنه وکړه، نو ابوبکر صدیق ورته د کور ټول سامان راوړو، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې په کور کې دې څه پرېښودل؟ حضرت ابوبکر ورته وویل چې د کور لپاره مې الله تعالی او د الله رسول پرېښود او راغلم.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته ابوبکر رضي الله عنه د اسلام لومړنی خلیفه وټاکل شو، چې بیا یې د خلافت په دور کې د زکات څخه د منکرینو په وړاندې جهاد وکړ او نورو هیوادونو ته یې اسلامي فوځونه ولېږل او دده د خلافت په دور کې د شام او عراق یوه لویه سیمه فتحه شوه او د ۶۳ کالونو په عمر وفات او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.