کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ۳۰ افغان لوبغاړو د ای پي ایل ۲۰۲۱ بولۍ ته نوملیکنه کړې
اى پي ايل ٢٠٢١

۳۰ افغان لوبغاړو د ای پي ایل ۲۰۲۱ بولۍ ته نوملیکنه کړې

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل د ۲۰۲۱ کال پړاو بولۍ ته نوملیکنه پرون پای ته رسېدلې ده، چې تر ۱۰۰۰ زیاتو لوبغاړو ورته نوملیکنه کړې ده، چې ۳۰ افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.

د راپورونو په وېنا، بولۍ ته ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده چې ۸۱۴ پکې هندي او ۲۸۳ پکې بهرني لوبغاړي دي.

د ای پي ایل بولۍ چې د فبرورۍ په ۸مه نېټه درې بجې په چینای کې لوبېږي، پکې به له دې لوبغاړو ۶۱ واخیستل شي، چې بهرني به ۲۲ لوبغاړي واخیستل شي.

د افغانستان ۳۰، د اسټرالیا ۴۲، د بنګله دېش ۵، د انګلستان ۲۱، د ایرلېنډ ۲، د نېپال ۸، د نیدرلېنډز ۱، د نیوزيلېنډ ۲۹، د سکاټلېنډ ۷، د سویلي افریقا ۳۸، د سریلانکا ۳۱، د متحده عربي اماراتو ۹، د امریکا ۲، د ویسټ انډیز ۵۶ او د زمبابوې ۲ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.

ټولو لوبډلو څو ورځې وړاندې له ځان سره ساتلي او لیرې کړو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی و، چې ځینې مشهور لوبغاړي هم پکې شامل و.

د افغانستان راشد خان او محمد نبي د سنرایزر حېدراباد لوبډلې له ځان سره ساتلي دي، خو کنګز الیون پنجاب لوبډلې بیا مجیب الرحمان پرېښی دی.

دا ځل به وکتل شي، چې بل کوم افغان لوبغاړی په دې سیالیو کې اخیستل کېږي او که نه.

دا هم ولولئ

ویرات کوهلي: زموږ نهایي هڅه د نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکی ویرات کوهلي ویلي، چې په …