کورپاڼه / جالب / امریکایي نڅاګرې د بدن په هغه ناکه برخه ټیټو جوړ کړي، چې باور به مو را نه شي

امریکایي نڅاګرې د بدن په هغه ناکه برخه ټیټو جوړ کړي، چې باور به مو را نه شي

ډېر داسې کسان به مو په ټولنیزو رسنیو لېدلي وي، چې پر بدن ټیټو جوړوي، خو نن ورځ مو له یوې داسې امریکایې انجلۍ سره مخ کوو، چې خپلې سترګې یې په داو کړي، یعنې په سترګو یې ټیټو جوړ کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د کیلیفورنیا ایالت د سین ډیاګو اوسیدونکې پنځه ویشت کلنې ډیوون او کیلي پخپلو سترګو بانجاني رنګه ټیټو جوړه کړې ده.

ویل کېږي چې په ۲۰۱۸ کال کله چې نوموړې پخپلو سترګو ټیټو جوړوله، له وړاندې یې ورته د خطر په اړه وویل شول، چې له دې وروسته یې په دوامداره د سر درد، د سترګو د دید کمزوري او آن ړندېدی هم شي، خو نوموړې یې هیڅ پروا ونه کړه او د سترګو سپینه برخه یې په بانجاني رنګ سره رنګ کړه.

د راپور له مخې کیلي وایي چې ټیټو جوړول ورته خوند ورکوي او هیله یې داده چې په ټول بدن ټیټو جوړ کړي.

کیلي د پنځلس کلونو په عمر پخپل بدن لومړنی ټیټو جوړ کړ او تر اوسه یې د خپلې هیلې د پوره کولو لپاره د بدن په ډېرو برخو ټیټو جوړ کړي. کیلي وایې چې زما په بدن د ډېرو ټیټوګانو په سبب ماته ډېرې خلک متوجې کېږي، خو ځینې خلک بیا راباندې نېوکې کوي او ډېر بیا راته وایي چې ته به دوزخ ته لاړه شې.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص روژه ماتې کړې، خو علت یې داسې دی چې تاسو به یې هم وستایئ

په هند کې یو شخص د دوو ښځو یا میرمنو د ژوند ژغورلو لپاره روژه …