کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټيم ابوظهبي هم قلندرز ته ماتې ورکړه او ايليمينېټر ٢ لوبې ته يې لار پېدا کړه
نوين الحق

ټيم ابوظهبي هم قلندرز ته ماتې ورکړه او ايليمينېټر ٢ لوبې ته يې لار پېدا کړه

د قلندرز لوبډله چې په لومړيو پنځه لوبو کې يې پرلپسې بريا خپله کړه، د ډيلي بولز څخه وروسته ټيم ابوظهبي هم ماتې ورکړه او اوس به د دريم پړاو لپاره خپله وروستۍ لوبه سبا ترسره کړي، همدا راز ټيم ابوظهبي بيا بريا خپله او ايليمينېټر ٢ لوبې ته يې لار پېدا کړه.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ايليمينېټر ١ لوبه د قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې ټيم ابوظهبي پچه وګټله او لومړى يې قلندرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

قلندرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٨٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې شاهد اپريدي ٢٤، سهيل اختر ١٧، سميت پټيل ١٦ او شرجيل خان ١٢ منډې وکړې.

د ټيم ابوظهبي له لوري نوين الحق تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٢ اورونو کې يې ٦ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز اوبيد مک کاى او ټام هيلم هم ٢-٢ او جېمي اويرټون ١ ويکټ واخيسته.

د ٨٤ منډو هدف د ټيم ابوظهبي لوبډلې په ٨.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او ايليمينېټر ٢ لوبې ته يې لار پېدا کړه.

د دوى له لوري بين ډکيټ ٢٧ ناسوځېدلې، جو کلارک ٢٢، کريس ګيل ١٥ او نجيب الله ځدراڼ ٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د قلندرز له لوري سلطان احمد ٢، احمد دانيال او کريس جورډن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بين ډکيټ ته ورکړل شوه.

ټيم ابوظهبي د ايليمينېټر ١ لوبې له بريا وروسته اوس د ناردرن واريرز لوبډلې سره ايليمينېټر ٢ لوبه ترسره کوي، چې په دې لوبه کې کومه لوبډله بريالۍ شوه، هغه به پايلوبې ته لاړه شي او هغه لوبډله چې ناکامه شي، سبا به د قلندرز سره د دريم مقام لپاره لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …