کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل ٢٠٢١: مجيب الرحمان به په ١٥ ميليونه روپيو بولۍ ته وړاندې شي

اى پي ايل ٢٠٢١: مجيب الرحمان به په ١٥ ميليونه روپيو بولۍ ته وړاندې شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې له تېرو ٣ کلونو راهيسې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېده، اوس به يو ځل بيا بولۍ ته وړاندې شي.

د اى پي ايل بولۍ لپاره ١٠٩٧ لوبغاړو نومليکنه کړې ده، چې په دې کې ٣٠ افغان لوبغاړي هم شامل دي.

د معلوماتو له مخې، مجيب الرحمان د يو نيم کروړ يا ١٥ ميليونه هندي روپيو په برخه کې نومليکنه کړې ده او هغه به په بولۍ کې په دغه بيه وړاندې شي. نوموړى د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مخکې په ٤ کروړه يا ٤٠ ميليونه هندي کلدارو اخيستى و.

د مجيب الرحمان تر څنګ ډيويډ ملن، اليکس کېري، ناتن کولټر نيل، جهي ريچارډسن، مچل سويپسون، ټام کران، ليويس ګريګوري، اليکس هيلس، اډم ليت، عادل رشيد او ډيويډ ويلي نور هغه لوبغاړي دي چې په دغه بيه کې يې نومليکنه کړې ده.

همدا راز کيدار جادو، هربجن سينګ، ګلين ميکسويل، سټيو سميت، شکېب الحسن، معين علي، سام بيلينګس، ليام پلنکيټ، جېسن راى، مارک ووډ او کولين انګرام هغه لوبغاړي دي چې د ٢ کروړه يا ٢٠ ميليونه روپيو په برخه کې يې نومليکنه کړې ده او بولۍ ته به وړاندې شي.

راشد خان او محمد نبي هغه لوبغاړي دي چې له مخکې نه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له ځان سره ساتلي دي، خو له مجيب الرحمان پرته نور ٢٩ کوم لوبغاړي دي چې د اى پي ايل ٢٠٢١ بولۍ ته يې نومليکنه کړې ده، تراوسه پورې يې د نومونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل بولۍ ته نومليکنه پرون پاى ته رسېدلې ده او د فبرورۍ په ١٨مه نېټه به د بولۍ مراسم ٣ بجې په چيناى کې پيل شي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …