د ناردرن واريرز لوبډله په ايليمينېټر ٢ لوبه کې زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې د ټيم ابوظهبي لوبډلې ته يې ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.
د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ايليمينېټر ٢ لوبه د ټيم ابوظهبي او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې واريرز پچه وګټله او ټيم ابوظهبي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١١٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې پال سټرلينګ ٤٨، جو کلارک ١٦ او جېمي اويرټون ١٥ منډې وکړې.
د ناردرن واريرز له لوري فابين الين ٤، جنيد صديقي، رياد ايمريټ او دنانجايا لکشن ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١١٥ منډو هدف د ناردرن واريرز لوبډلې په ٩.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه يې پايلوبې ته لار پېدا کړه.
د دوى له لوري رومان پاويل ٤٩ او لينډل سيمونس ٤٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ټيم ابوظهبي له لوري روهن مصطفى، نوين الحق او اوبيد مک کاى ١-١ ويکټ واخيستې.
د يادولو وړ ده چې پايلوبې ته د ډيلي بولز لوبډلې له مخکې لاره پېدا کړې ده، چې پايلوبه به سبا د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
همدا راز د دريم مقام لپاره به ټيم ابوظهبي د قلندرز لوبډلې سره مخ شي، چې دا لوبه هم سبا ترسره کېږي.