کورپاڼه / بېلا بېل / د شهادت ګوته د انسان د شخصیت په اړه څه وایي؟

د شهادت ګوته د انسان د شخصیت په اړه څه وایي؟

د انسان طبیعت هم یوه داسې معما ده، چې په اړه اندازه لګولی شې، خو په یقین سره بیا څه نه ویل کېږي، د انسان د طبیعت په اړه اندازو شاید له اوله شتون درلود او لا به هم دوام ولري. د شهادت د ګوتې په اړه ویل کېږي چې د انسان پر شخصیت او طبیعت ژورې اغېزې لري او د جوړښت له مخې یې د انسان د طبیعت او شخصیت په اړه ځینې خبرې لري، چې دلته به یې بیان کړو.

۱- که چېرته د چا د شهادت ګوته سیده وي، نو دا ډول خلک رښتیني وي، د خولې او زړه خبره یې یوه وي، له دروغو او دروغجنو خلکو څخه نفرت لري، تخلیقي وړتیا لري، له هنرونو سره مینه او اړیکې لري، یعنې ممکن دوی یا شاعر یا سندرغاړی او یا د کوم بل هنر لرونکي وي، خواریکښ وي او خپلو کارونو ته اولیت ورکوي.

۲- که چېرته د چا د شهادت ګوته نوکداره وي، دا ډول خلک ډېر ځان خوښي وي، له ځان پرته په بل چا باور نه کوي، د لوړې ارادې لرونکي وي، دوی په یو څه د باور کولو پرځای پخپل محبت باور لري او د خلکو د پېژندلو ځانګړې وړتیا لري.

۳- که چېرته د یو انسان ګوته کږه وي، نو دغه ډول انسان د ډېر پېچلي ذهنیت لرونکي وي، دوی ته دوو شخصیتونو لرونکي هم ویل کېږي، دوی خپل شخصیت پټوي، اخلاص مند وي او له هرې ستونزې څخه ویره لري.

۴- که چېرته د یو د شهادت د ګوتې ټول بندونه برابر وي، نو دا ډول اشخاصو ته د متوازن شخصیت لرونکي ویل کېږي، دوی نړۍ ته په ښه نظر سره ګوري، د مشرۍ وړتیا لري او د خبرو په هنر سره خپله خبره په نورو خلکو باندي منلی شي.

۵- که چېرته د شهادت د ګوتې لومړنی بند له دویم بند څخه غټ وي، دا ډول خلک د دماغي فعالیتونو پرځای بدني فعالیتونه خوښوي، خواریکښ وي، غوسه ناک وي خو په زړه کې رښتیني وي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …