کورپاڼه / بېلا بېل / د جرمني مخکښ یوټیوبر کرسټن پیټسمین اسلام قبول کړ

د جرمني مخکښ یوټیوبر کرسټن پیټسمین اسلام قبول کړ

د جرمني مخکښ او مشهور ویلاګر او یوټیوبر د اسلام د مبارک دین په منلو سره اسلام د سولې او امن دین وګاڼه.

کرسټن پیټسمین په ټولنیزه انسټاګرام ځینې تصویرونه خپاره کړي، چې په لاس کې یې د اسلام دایرې ته د داخلېدو سند لیدل کېږي او د پوسټ په سر لیک کې یې د اعلان په ډول لیکلي، چې ما اسلام قبول کړ.

نوموړي د خپل یوټیوب د چینل په اړه وایې، چې دغه چینل یې د ۲۰۱۹ په دسمبر کې پیل کړ او یو کال یې په پاکستان کې تېر کړ، چې په دې دوران کې له بېلابېلو خلکو سره لېدنې وکړې او د دین او ژوند په اړه یې ډېر څه زده کړل.

 

 

کرسټن وایې: کله چې په اروپا کې وم، نو تل به مې د اسلام په اړه منفي خبرې اورېدلې، ځکه چې هلته مې له کوم مذهبي شخص سره لېده کاته نه ول شوي. کرسټن وایي چې ما هم د اسلام په اړه هماغه فکر خپل کړ، لکه څنګه چې د نورو خلکو په فکر کې یې ځای نېولی و، ما ددې خبرې پروا نه کوله، چې خلک د اسلام په اړه څه فکر کوي.

نوموړی وایي، چې دا خبره د یادولو وړ دی، چې زما د ماشومتوب ترټولو ښه ملګری هم مسلمان دی. کرسټن زیاتوي، اسلام د امن دین دی او د اسلام له منلو وروسته چې زه څه احساس کوم، له دې مخکې مې کله نه دي احساس کړي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …