کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي په پاکستان کې شخصي کاروبار پيل کړ
عبدالله مزاري

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي په پاکستان کې شخصي کاروبار پيل کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عبدالله مزاري چې څه ورځې وړاندې يې له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه، اوس يې په پاکستان کې خپل شخصي کاروبار پيل کړى دى.

عبدالله مزاري په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان لپاره ٢ نړيوالې يو ورځنۍ او همدا راز ٢١ فرسټ کلاس، ١٦ ليسټ اې او ١٣ شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې.

شاوخوا مياشت وړاندې نوموړي له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه، چې کرکټ بورډ يې په خپله فېسبوکپاڼه باندې ويډيو هم خپره کړې وه.

خو وروسته نوموړي بيا په کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په چارواکو نيوکې وکړې او له هغوى څخه يې ډېرې ګيلې درلودې.

عبدالله مزاري

اوس تازه نوموړى پاکستان ته تللى دى او هلته يې خپل شخصي کاروبار پيل کړى دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې نږدې ملګرو هم په دې اړه پوسټونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، عبدالله مزاري د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د معاملاتو د لارښوونې يا هم د ځمکو د خرڅولو کاروبار پيل کړى دى، چې د هغه عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي.

عبدالله مزاري ١

نوموړي په خپله تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا هم ولولئ

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده او …