کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي
ترکاري يا سبزي

هغه خوراکي توکي چې د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي

تاسې به داسې ډېر اصطلاحات اورېدلي وي لکه د غذایي عناصرو لرونکی یا د مغزي موادو لرونکي او نور. د العربیه د راپور له مخې ویل کېږي چې له دې ډول اصطلاحاتو څخه موخه دا وي، چې دغه خوراکي توکی له ګټورو غذایي عناصرو لرونکي دي او د روغتیا د نړېوالې ادارې لخوا مېوې، سبزیجات، غلې، له غوړ څخه پاک شېدې لرونکي توکي، ماهیان، غوښه، هګۍ، مټر، لوبیا، بادام او چارمغز له ښو او هغو خوراکي توکو څخه ګڼل شوي، چې ګټور ویټامینونه او معدني مواد لري، که څه هم دغه توکي ګټور مواد لري خو بیاهم یوازې ددې توکو استعمال نه وي پکار بلکې باید نور توکي هم استعمال شي.

که چېرته په خوړو کې پنځه ډول غذایې توکي شتون ولري، نو بیا هغه مکمله یا بشپړه ګڼل کېږي لکه کاربوهایډریټ، پروټین، وازده، ویټامین او معدني توکي، یو عام انسان باید په ورځني ډول په لږه اندازه کالوري استعمال کړي. لاندې مو هغه خوراکي توکي در پېژندلي چې له ګټورو غذایي توکو لرونکي.

ماهیان:

د ماهي غوښه په عام ډول یوه مناسبه غذا ګڼل کېږي، ځکه چې په جوړښت کې اومیګا فیټي اسید میګنیزیم، پوتاشیم، سیلینیم او په ډېره اندازه ویټامین بي لري، چې د زړه او ذهني ناروغیو خطر کموي.

هوږه:

هوږه د خپلو غوره ګټو په سبب پېژندل کېږي او په جوړښت کې ویټامین بي، ویټامین سي، کلسیم، پوتاشیم، مس، میګنیزیم او سیلینیم موندل کېږي، چې د بېلابېلو څېړنو له مخې ثابته شوې چې د وینې لوړ فشار او کلیسټرول کموي او د کولمو او خېټې د سرطان مخنیوی کوي.

برکولي او ګلپي:

برکولي او ګلپي د فولیټ، ویټامین سي، ویټامین اي، ویټامین کی او فایبر لري، چې د بکټریا ضد واقع کېږي او د سوخت او سرطان مخنیوی کوي.

سابه یا سبزیجات:

په شنو پاڼو لرونکو سبزیجاتو کې ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین کی، میګنیزیم او کلسیم موندل کېږي او د اوسپنې او فایبرو لرونکي وي، چې د انساني بدن لپاره ګټور تمامېږي.

لوبیا:

لوبیا یو له هغه خوراکي توکو څخه دي چې په جوړښت کې یې پروټین او فایبر شتون لري او د اوسپنې، میګنیزیم، فاسفورس، کلسیم او زنک درلودونکی هم دی، چې بیا د هډوکو لپاره ګټور وي، لوړ فشار کنټرولوي او کولمو لپاره اغېزمن ګڼل کېږي.

بادام:

بادام د پروټینو، فایبر، ویټامین اي، کلسیم، مس، میګنیزیم، اوسپنې، پوتاشیم، سیلینیم، زنک، ويټامین بي او د فولیټ د ترلاسه کولو لپاره ورځنې ډول لس دانې لامده شوي بادام خوړلی شئ، چې بیا د هډوکو د قوت لپاره ګټور وي، کلیسټرول کموي او ذهني فشار له منځه وړي.

ممپلي:

ممپلي د غوړو، پروټینو او فایبرو یوه ښه ذریعه ده، دغه راز په ډېره اندازه ویټامین، پوتاشیم، فاسفورس او میګنیزیم لري، که څه هم ممپلي ډېره کالوري لري خو غذایي مواد یې هم ډېر وي او د کاربوهایډریټ کچه یې بیا لږه ده، چې د زړه د روغتیا لپاره ګټور وي.

چارمغز:

چارمغز د کلسیم، اوسپنې، پروټین، پوتاشیم، میګنیزیم او د اومیګا تري فیټي اسید لرونکي وي، چې کلیسټرول کموي، سوخت له منځه وړي او د لوړ فشار او سرطان لپاره ګټور وي.

مستې:

مستې د کلسیم او پروټینو یوه ښه ذریعه ده، چې د بکټریا ضد واقع کېږي او د ښو بکټریاوو د ترلاسه کولو لپاره مهمې ګڼل کېږي او له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …