کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د ټي ١٠ ليګ پايلوبه: ډيلي بولز به لومړۍ او که ناردرن واريرز به دويمه اتلولي خپله کړي؟
نيکولاس پوران او رحمان الله ګربز

د ټي ١٠ ليګ پايلوبه: ډيلي بولز به لومړۍ او که ناردرن واريرز به دويمه اتلولي خپله کړي؟

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ پايلوبه نن د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٨ بجې پيل شي.

دواړه لوبډلې د سوپر ليګ پړاو کې هم مخکښې وې، چې ډيلي بولز لومړۍ او ناردرن واريرز دويمه لوبډله وه.

په روان ليګ کې دواړه لوبډلې دوه ځل مخ شوي دي، يو ځل د ليګ سياليو کې ناردرن واريرز د ٣٢ منډو په توپير ډيلي بولز ته ماتې ورکړه او په کواليفاير لوبه کې بيا ډيلي بولز د ٥ ويکټو په توپير ناردرن واريرز ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو سره تکړه توپوهونکي او توپ اچونکي شته، چې هر يو دا وړتيا لرلاى شي، چې تر فشار لاندې لوبه ترسره کړي او د لوبې پايلې ته تغير ورکړي.

د يوې لوبډلې په اړه هم مخکې له مخکې دا ويل چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ اتلولي به خپله کړي، له وخت مخکې خبره ده، ځکه دواړه لوبډلې يو ډول تکړه لوبډلې دي.

ناردرن واريرز په ٢٠١٨ کال کې هم اتلولي خپله کړې ده او که په پايلوبه کې ډيلي بولز ته ماتې ورکړي، نو د دويم ځل لپاره به اتله لوبډله شي، خو که ډيلي بولز پايلوبه وګټله، نو په لومړي ځل به اتلولي خپله کړي.

د ډيلي بولز لوبډلې سره رحمان الله ګربز، محمد نبي او وقار سلامخېل هم لوبېږي.

خو نن به تر پايلوبې مخکې د قلندرز او ټيم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ د دريم مقام لپاره لوبه ترسره شي، چې دا لوبه ٥:١٥ بجې پيلېږي، چې عظمت الله عمرزى، نوين الحق او نجيب الله ځدراڼ هم پکې شتون لري.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان سوپر ليګ

پاکستان سوپر ليګ: يو لوبغاړى په کورونا اخته شو او لوبه وځنډېده

د پاکستان سوپر ليګ کې د نننۍ لوبې څخه مخکې د فواد احمد د کورونا …