کورپاڼه / خبرونه / ايا هند له افغانستان سره خپلې سيالۍ لغوه کړي؟
افغانستان او هند

ايا هند له افغانستان سره خپلې سيالۍ لغوه کړي؟

د اى سي سي د اېف ټي پي له مخې افغانستان له هند سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې لرلې، چې د مارچ په مياشت کې ترسره کېدونکې وې، خو دا لوبې تراوسه نامعلومه دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو مسوول حکمت حسن ويلي و، چې افغانستان له هند سره د نومبر په مياشت کې ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې لري، خو حال دا چې د اى سي سي په ايف ټي پي کې دا لوبې د مارچ په مياشت کې پلان شوې وې.

که څه هم دا د سوپر ليګ لوبې دي او بايد حتماً ترسره شي، خو تراوسه پورې نامعلومه دي.

د هند کرکټ بورډ د ٢٠٢١ کال د لوبو په مهالوېش کې له افغانستان سره هېڅ لوبې نشته.

که څه هم د هند کرکټ بورډ په رسمي ډول د افغانستان سره د لوبو د ځنډولو يا لغوه کولو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغه مهالوېش له مخې، چې هند په ٢٠٢١ کال کې له چا چا سره لوبې ترسره کوي، د افغانستان نوم پکې نشته.

هند له د فبرورۍ او مارچ مياشت کې له انګلستان، د اپريل او مۍ مياشت کې اى پي ايل، د جون مياشت کې له سريلانکا او همدا راز اسيا جام، د جولاى مياشت کې له زمبابوې، د اګست مياشت کې له انګلستان، د اکتوبر مياشت کې له سويلي افريقا، د اکتوبر او نومبر مياشتو کې نړيوال شل اوريز جام، په نومبر او دسمبر مياشتو کې له نيوزيلېنډ او په دسمبر مياشت کې بيا له سويلي افريقا سره لوبې لري.

د هند د ٢٠٢١ کال لوبې

خو په دې مهالوېش کې بيا د افغانستان نوم نه ليدل کېږي، همدا راز کرکټ بورډ وايي، چې د هند په کوربه توب د دې ترسره کېدونکو لوبه د ځنډېدلو په اړه ورته هند څه نه دي ويلي او د نومبر په مياشت کې به دا سيالۍ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …