کورپاڼه / هنر او کلتور / د ودیا بالان لنډ فلم (نټکټ) د آسکر جایزې ته انتخاب شوی

د ودیا بالان لنډ فلم (نټکټ) د آسکر جایزې ته انتخاب شوی

د بالیووډ د اداکارې یا هنرمندې لنډ فلم (نټکټ) د فلمي نړۍ ترټولو معتبرې جایزې آسکر لپاره انتخاب شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ودیا بالان لنډ فلم (نټکټ) د ۲۰۲۱ کال د لنډو فلمونو د کتګورۍ لپاره انتخاب شوی دی.

د نټکټ فلم لارښود یا جوړونکی شان ویاس دی، چې روني اسکریووالا یې ورسره په جوړولو کې همکاري کړې او په دې اړه ودیا بالان په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام هم یو پوسټ شیر کړی دی.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Vidya Balan (@balanvidya)

 

د نټکټ د فلم کیسه د یو مور او زوی پر شاوخوا را څرخي، یعنې مور خپل زوی ته هر شپه د جنسیت د برابري په اړه کیسې کوي.

یاده دې وي چې روانه کال د اکیډومۍ د ۹۳ جایزې د مراسمو غونډه د فبرورۍ په ۲۸ ترسره کېده، خو د کورونا د ویروس په سبب د اپریل تر ۲۵ نیټې پورې وځنډېده.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …