کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سويلي افريقا د پاکستان د ٢٧٢ منډو په ځواب کې ٢٠١ منډې وکړې
پاکستان لوبډله

سويلي افريقا د پاکستان د ٢٧٢ منډو په ځواب کې ٢٠١ منډې وکړې

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه په پېنډۍ کې پيل شوې ده، چې نن يې دريمه ورځ ده، پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٢ او سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠١ منډې وکړې.

د لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او د توپوهنې پرېکړه يې کړې وه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې فهيم اشرف ٧٨ ناسوځېدلې، بابر اعظم ٧٧ او فواد عالم ٤٥ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري انريک نورجه ٥، کيشو مهاراج ٣ او ويان ملدر ١ ويکټ واخيسته.

سويلي افريقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠١ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټيمبا بووما ٤٤ ناسوځېدلې، ويان ملدر ٣٣، ايدين مارکرم ٣٢ او کوانټين ډي کوک ٢٩ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري حسن علي ٥، شاهين شاه اپريدي، فهيم اشرف او نعمان علي ١-١ ويکټ واخيستې.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ٧١ منډو مخکېوالى لري او اوس خپله دويمه پاڼۍ ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې …