کورپاڼه / اسلام / کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام له الله تعالی څخه وپوښتل، چې سپین ویښتان څه شی وي؟
جومات

کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام له الله تعالی څخه وپوښتل، چې سپین ویښتان څه شی وي؟

د یحیی بن سعید څخه روایت دی، چې هغه له حضرت سعید بن مسیب څخه اورېدلي ول، چې حضرت ابراهیم علیه السلام چې د الله تعالی دوست او پیغمبر دی، لومړنی انسان دی چې خپل بریتونه یې کم کړل او هغه لومړنی انسان دی چې زړښت یا سپین ویښتان یې ولېدل، لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام لومړنی انسان و، چې د ویښتانو سپینوالی یې ولید، نو الله تعالی ته یې عرض وکړ، چې ای زما پروردګار! دا څه دي؟

د الله تعالی له لوري ورته ځواب راغی چې دا وقار دی، یعنې دا د زړښت نښه ده، چې د علم او پوه د ډېروالي سبب او د عزت او وقار ذریعه ده او په همدې سبب له بې ځایه او عبثو کارونو او له ګناهونو انسان منعه کېږي. حضرت ابراهیم علیه السلام وفرمایل، چې ای پروردګار! دا خو ستا لوی نعمت دی، نو ته زما په وقار کې اضافه راولئ.

زما ورونو او خویندو د سر د لومړني ویښته سپینېدل انسان لپاره مرګ ته د نږدېوالي او الله تعالی ترمخ د وړاندې کېدلو د وخت د نږدې والي نښه ګڼل کېږي نو پاتې ژوند مو باید د الله تعالی په رضا تېر شي، له ګناهونو ځان باید وژغورو، د الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني ونه کړو او د اخرت لپاره باید یو څه لاسته راوړو.

Loading...

دا هم ولولئ

اسلام د برزخ په اړه څه وایي؟

برزخ یا د عالم برزخ په اړه هر مسلمان پوهېږي، خو بیاهم په اړه یې …