کورپاڼه / ريکارډونه / جو روټ د انضمام الحق ١٦ کلن ريکارډ مات کړ
انضمام الحق او جو روټ

جو روټ د انضمام الحق ١٦ کلن ريکارډ مات کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي جو روټ په خپله سلمه لوبه کې زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې غبرګه سليزه يې ووهله او د پاکستاني کپتان او توپوهونکي انضمام الحق ١٦ کلن پخوانى ريکارډ يې هم مات کړ.

جو روټ لومړنى توپوهونکى شو، چې په خپله سلمه ټېسټ لوبه کې يې غبرګه سليزه ووهله.

د هند او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د هند په چيناى کې روانه ده، چې انګلستان د دويمې ورځې تر پاى پورې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٥٥٥ منډې وکړې.

جو روټ بيا ٢١٨ منډې وکړې، چې تر هغه مخکې په ٢٠٠٥ کال کې انضمام الحق په خپله سلمه ټېسټ لوبه کې ١٨٤ منډې د هند پر وړاندې ترسره کړې وې، چې تر ټولو زياتې منډې وې.

جو روټ ښه توپوهنه ترسره کړه او په دې وتوانېده چې په ١٠٠م ټېسټ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړي.

جو روټ چې اوسمهال خپله ١٠٠مه ټېسټ لوبه ترسره کوي، پنځمه غبرګه سليزه يې هم ووهله، همدا راز نوموړي ١٩ سليزې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …