کورپاڼه / روغتيا / د شنو پیازو حیرانوونکې روغتیایي ګټې
پياز

د شنو پیازو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

شنه پیاز له ډېر زیاتو ګټو څخه برخمن دي او پکې موجود غذایې توکي د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي. شنې پاڼې لرونکي سبزیجات نه یوازې دا چې د غذایي توکو لرونکي وي، بلکې د روغتیا ضامن هم ورته ویل کېږي، په شنو پیازو کې هم ټول هغه غذایي توکو شتون لري، چې د انسان بدن ته د انرژۍ په ورکولو کې مرستندویه تمامېږي.

شنه پیاز چې د کاربوهایډریټ، ویټامین سي، پروټین، اوسپنه، فاسفورس، سلفر او د کلسیم لرونکي وي، د خولې بوی له منځه وړي او د غاښونو په پاکولو کې ګټور تمامېږي. دغه راز د سترګو دید زیاتوي او نور ستونزې یې حل کوي، نو هڅه وکړئ چې پخپلو خوراکي توکو کې سبزیجات شامل کړئ، مناسب خوراک وکړئ او په همدې ډول خپل عمر ډېر کړئ او له ډېرو ناروغیو څخه ځان وساتئ.

د شنو پیازو ګټې:

شنه پیاز د خولې بوی له منځه وړي، قبض ختموي، د تېزابیت مخنیوی کوي او د کولمو اړوند ناروغۍ له منځه وړي. دغه راز کلیسټرول برابر ساتي، د بندونو درد آراموي، له نزلې او زکام مو ژغوري او د ټوخي او ستوني له ناروغیو په امان ساتي.

شنه پیاز د ځیګر لپاره هم ګټور وي، د پوستکي داغ او دانې له منځه وړي، د معدې سوخت ختموي، د زړه په ناروغیو کې ګټور وي او د سترګو او سوخت لپاره هم اغېزمن تمامېږي. دغه راز د موسمي ناروغیو مخنیوی کوي، سږو ته ګټور وي، لوړ فشار کموي، هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي او د کولمو د سرطان مخنیوی کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو …