کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټيم ابوظهبي د قلندرز لوبډله ماته او دريم مقام يې خپل کړ
نجيب الله ځدراڼ

ټيم ابوظهبي د قلندرز لوبډله ماته او دريم مقام يې خپل کړ

په ټي ١٠ ليګ کې د ټيم ابوظهبي لوبډله نن ښه لوبه ترسره کړه او د قلندرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره يې دريم مقام خپل کړ، چې نجيب الله ځدراڼ هم نن ښه وځلېده.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د دريم مقام لپاره لوبه اوسمهال د ټيم ابوظهبي او قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په خپله وروستۍ لوبه کې نجيب الله ځدراڼ هم ولوبېده.

ټيم ابوظهبي لومړى توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، له ډلې يې نجيب الله ځدراڼ د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ١٦ توپونو ٤٥ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز پال سټرلينګ ٢٦، ليونارډو جولين ١٩ او کوشل مالا ١٨ منډې وکړې.

د قلندرز له لوري محمد زاهد ٢، سهيل تنوير، احمد دانيال، علي خان او خورشيد انور بيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٢٥ منډو هدف په تعقيب د قلندرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٣ منډې وکړې او د ٢١ منډو په توپير يې ماتې وخوړه، چې د ټيم ابوظهبي لوبډلې په ټي ١٠ ليګ کې دريم مقام خپل کړ.

د دوى له لوري ډينيل بيل ډرومونډ ٤٦، سهيل اختر ١٧ او بين ډنک ١٣ منډې وکړې.

د ټيم ابوظهبي له لوري روهن مصطفى ٢، جيمي اويرټون، پلانيپن مياپن او اوبيد مک کاى ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د مېجيک مومنټ جايزه نجيب الله ځدراڼ، د پاور هيټر لوبغاړي جايزه ډينيل بيل ډرومونډ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا روهن مصطفى ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ پايلوبه د ډيلي بولز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ٨ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …