کورپاڼه / روغتيا / وچه وطنۍ دڼیا مو لوړ فشار کنټرولولی شي
وچه دڼيا

وچه وطنۍ دڼیا مو لوړ فشار کنټرولولی شي

لوړ فشار چې انسان په خاموشه ډول سره له منځه وړي، ځکه چې د نښو نښانو د څرګندولو پرته مو د زړه په ناروغۍ اخته کولی شي.

عامه کورنۍ درملنه زموږ د روغتیا اړوند د بې شمېره ستونزو د حل لپاره مرستندویه تمامېږي او په پخلنځي کې موجود توکي او مسالې زموږ د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي، چې په دې کې یوه هم وچه وطنۍ دڼیا ده. ویل کېږي چې د دڼیا تخم د بې شمېره ګټو لرونکي وي یعنې د زړه، هضم او د کولمو د ښه والي لپاره ګټور وي او د انټي مایکروبیل مرکبونه په درلودلو د میکروبونو مخنیوی کوي او د انټي اکسایدو شتون یې د پوستکي لپاره ګټور تمامېږي، د دڼیا اوبه د لوړ فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي، چې په اړه به یې دلته ولولو.

وچه وطنۍ دڼیا د لوړ فشار ناروغانو ته ګټور وي:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې وچه وطنۍ دڼیا د لوړ فشار د کنټرول لپاره یوه غوره درملنه ده او د زړه د روغتیا لپاره هم ګټور تمامېږي. له څېړنو ثابته شوې چې وچه دڼیا د وینې رګونه له فشار څخه ژغوري، که چېرته هر سهار د وچې دڼیا اوبه وڅښل شي، نو د فشار په کنټرول کې مرسته کولی شي.

د دڼیا اوبه به څه ډول تیاروو؟

په یوه پیاله اوبو کې یوه کاچوغه وچه وطنۍ دڼیا واچوئ او ټول شپه یې همداسې پرېږدئ، په سبا یې اوبه چاڼ کړئ او بیا یې وڅښئ او په دې ډول لوړ فشار کنټرول کړئ او مجموعي روغتیا ته مو ګټه ورسوئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …