کورپاڼه / جالب / شل میلونه کاله پخوانۍ ونه موندل شوې
لرغونې ونه

شل میلونه کاله پخوانۍ ونه موندل شوې

ساینسپوهانو د یونان لیسبوس په اور شیندونکي ټاپو کې د یوې ونې داسې نایابه فوسیل یا پاتې شوني موندلي، چې ښاخونو او رېښې یې شل میلونه کاله وروسته هم شتون لري.

ویل کېږي چې دغه ونه د ختیځې مدیترانې ټاپو کې یوه زاړه ځنګل ته نږدې په سرک د کار کولو پرمهال موندل شوې او د ځانګړو فلزونو په کارولو یې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدولې.

د لیسبوس د پیټریفایډ فاریسټ د موزیم د طبیعت د تاریخ استاد نیکوس زوروس ویلي، چې دا لومړی ځل دی چې د ۱۹۹۵ کال د کیندنو له پیلولو وروسته یې یوه داسې ونه موندلې چې ښاخونه او رېښې یې په سم حالت کې دي یا سمې دي.

نوموړی وایې چې دا یوه ځانګړې موندنه ده، چې په سم حالت کې خوندي ده او د فوسیلونو له څېړلو وروسته به یې ډولونه وپېژندل شي.

د لیسبوس پیټرایفایډ ځنګل چې د یونیسکو لخوا نړیوالو میراثو څخه ګڼل شوی، له نن څخه شل میلونه کاله وړاندې د اور شیندنې په پایله کې له منځه تللی و.

Loading...

دا هم ولولئ

یو امریکایي پیلوټ ادعا کړې چې د الوتنې د فضایي مخلوق بېړۍ لېدلې

د امریکا د متحده ایالاتو یو پیلوټ ادعا کړې، چې د الوتکې د الوتنې پرمهال …