کورپاڼه / بېلا بېل / د (ارتغرل غازي) سريال له کتلو وروسته يوه امريکايۍ مسلمانه شوه
ارتغرل غازي

د (ارتغرل غازي) سريال له کتلو وروسته يوه امريکايۍ مسلمانه شوه

د ترکيې يو سريال (ارتغرل غازي) چې د نړۍ په ډېرو ژبو کې دوبله شوى او ډېر کتل شوى سريال دى، اوس يوه امريکايۍ ښځه د دې سريال له کتلو وروسته مسلمانه شوې ده.

د ترکيې رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکې د وسکنسن اوسېدونکې ٦٠ کلنې ښځې چې له کله راهيسې د (ارتغرل غازي) سريال ليدل پيل کړل، نو دومره ترې متاثره شوه، چې په پاى کې مسلمانه شوه.

دغه ښځې له مسلمانېدو وروسته خپل نوم هم بدل کړى او په ځان يې خديجه نوم ايښى دى، نوموړې وايي چې په دې سريال کې يې د ترګت او سلجان خاتون کردارونه ډېر خوښ شوي دي.

دغه امريکايۍ ښځه وايي، چې په دې سريال کې د محي الدين ابن العربي له پېغامونو ډېره متاثره شوه او د هغه پېغامونو يې ژوند او فکر وربدل کړ.

په راپور کې ويل شوي دي، خديجه وايي چې له تاريخ سره مې ډېره مينه ده، چې همدې مينې د ترکيې د دغه سريال ليدو ته مجبوره کړه، خو د سريال له ليدلو وروسته يې د اسلام مطالعه هم پيل کړه.

نوموړې زياتوي، چې د قرآن کريم ژباړه مې په انګليسي ژبه کې څو ځلې لوستې ده، اوس غواړم چې ترکيې ته لاړه شم او هماغلته خپل پاتې ژوند تېر کړم.

دا هم ولولئ

د روغتيا وزير

د کورونا وطنۍ درملنه؛ د روغتيا وزير زهر لرونکي درمل وڅښل

د کرغزستان د روغتيا وزير د خبري ناستې پر مهال د بوټو څخه جوړ شوي …