کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس کولی شئ چې په انسټاګرام کې ډیلیټ شوي پوسټ، تصور یا ویډیو بېرته ترلاسه کړئ
انسټاګرام

اوس کولی شئ چې په انسټاګرام کې ډیلیټ شوي پوسټ، تصور یا ویډیو بېرته ترلاسه کړئ

ویل کېږي چې د فیسبوک د ملکیت لاندې اپلیکشن انسټاګرام پخپلو ځانګړتیاوو کې نوی بدلون رامنځته کړی، چې له مخې به یې کاروونکي ډیلیټ شوي پوسټونه او ویډیوګانې بېرته ترلاسه کړي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې انسټاګرام دغه خوبي یا ځانګړنه تېره اوونۍ د کاروونکو لپاره معرفې کړې وه، چې له مخې یې کاروونکي ډیلیټ شوي پوسټونه ترلاسه کولی شي.

انسټاګرام ددې ځانګړنې یا خوبۍ په اړه وایې، چې ډېری هیکران د کاروونکو له اکونټونو د دوی پوسټونه ډیلیټوي، چې د ترلاسه کولو لپاره مو په اپلیکشن کې داسې څه نه درلودل، چې بېرته یې ترلاسه کړي.

اوس د انسټاګرام د نوې ځانګړنې Recently deleted په وسیله کاروونکي کولی شي چې ډیليټ شوي عکسونه، ویډیوګانې او پوسټونه بېرته ترلاسه کړي.

له دې ځانګړنې څخه د ګټې اخیستلو باید لومړی انستګرام اپډیټ شي، بیا دې په سیټنګ کې د اکونټ برخه خلاصه شي او له دې وروسته دې په Recently deleted برخه کلیک وشي او ډیلیټ شوي پوسټونه دې ور څخه بېرته ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …