کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ناردرن واريرز د دويم ځل لپاره د ټي ١٠ ليګ اتلولي خپله کړه
ناردرن واريرز

ناردرن واريرز د دويم ځل لپاره د ټي ١٠ ليګ اتلولي خپله کړه

په پايلوبه کې ناردرن واريرز ډېره ښه لوبه ترسره کړه چې د ډيلي بولز لوبډلې ته يې د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او د دويم ځل لپاره يې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ اتلولي خپله کړه.

د پايلوبې په پيل کې ناردرن واريرز پچه وګټله او لومړى يې د ډيلي بولز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډيلي بولز ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٨١ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد نبي ٢١، رحمان الله ګربز ١٣ او ايون ليويس ١٠ منډې وکړې.

د ناردرن واريرز له لوري مهيش تهيکشانا ٣، جنيد صديقي او دنانجايا لکشن ٢-٢، رياد ايمريټ او فابين الين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٨٢ منډو هدف د ناردرن واريرز لوبډلې په ٨.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله او پايلوبه کې يې اتلولي خپله کړه.

د دوى له لوري وسيم محمد ٢٧، رومان پاويل ١٦ ناسوځېدلې، لينډل سيمونس ١٤ ناسوځېدلې او نيکولاس پوران ١٢ منډې وکړې.

د ډيلي بولز له لوري فيډل ايډورډز او شيراز احمد ١-١ ويکټ واخيستې.

د پاور هيټر جايزه محمد وسيم، د مېجيک مومنټ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزې مهيش تيکشانا ته ورکړل شوې.

د يادولو وړ ده چې ناردرن واريرز په ٢٠١٨ کال کې هم د ټي ١٠ ليګ اتلولي خپله کړې وه، چې دا يې د دويم ځل اتلولي شوه.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …