کورپاڼه / اسلام / د سهار پر وخت غوره ذکرونه کوم دی؟
مدينه

د سهار پر وخت غوره ذکرونه کوم دی؟

(لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ژباړه: بې له الله جل جلاله نه بل د عبادت وړ معبود نشته، هغه يو دى، شريك نه لري، هغه لره (د كايناتو) ټولواكي او پوره غوره ستاينه ده، هغه ژوند وركوي، او مرګ راولي، او هغه پر هر څه قادر دى.

فضیلت: له ابو ايوب رضي الله عنه څخه روايت دى: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: (څوك چې د سهار په وخت له لمانځه وروسته لس ځله دا ذكر (لا اله الا الله وحده لا شريك له…) ووايي، په بدل کې به ورته لس نيكۍ وركول كيږي، او لس ګناهونه يې بخښل كيږي، لس درجې يې لوړيږي، د څلورو غلامانو د آزادولو ثواب ور په برخه كيږي، تر ماښام پورې د شړل شوي شيطان څخه ساتل کیږي او دغه راز كه څوك د ماښام له لمانځه نه وروسته دا كلمات ووايي تر سهاره پورې همدا فضيلت ورته حاصليږي.

بل ځای ‏حدیث شریف کې راځي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، څوک چې لس ځله په سهار کې او لس ځله په ماښام کې په ما درود ووایي نو د قیامت په ورځ ددې شخص شفاعت پر ما لازمي دی.

دا هم ولولئ

آیا جادو خو درباندې نه وي شوی؟ په دې سورت سره معلوم کړئ

یو لږ شمېر خلک کله چې له دارو او درملو څخه ناهیلي شي، نو روحاني …