کورپاڼه / هنر او کلتور / جوهي چاولا: خوشحاله یم چې یوازې فلمي ستوري نه یم
جوهي چاوله

جوهي چاولا: خوشحاله یم چې یوازې فلمي ستوري نه یم

هندوستانۍ اداکارې یا هنرمندې چې د چاپیریال ساتنې لپاره کار کوي ویلي دي، خوشحاله یم چې یوازې فلمي ستوري نه یم، بلکې له دې مې ډېر څه ترسره کړي دي.

جوهي چاولا چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بالیووډ د ښکلا ملکه وه، د هنرمندۍ یا اداکارۍ ترڅنګ د یوه شرکت لرونکي هم ده او اوس وخت د عضوي بزګرۍ په چارو بوخته ده. دغه راز ویلي شو چې نوموړې د خپل کیریر له افق څخه مخکې تللې.

جوهي چاولا وایي چې له تېرو څو کلونو څخه یې په شوق یا لیوالتیا کې بدلون راغلی، نوموړې وایي چې زه د چاپیریال په اړه له حقیقتونو څخه بې پروا وم، خو دا هر څه یې زما دننه را ویخ کړل.

چاولا وایي چې ما ورو ورو د هغه وړانګو په اړه زده کړل، چې د موبایل له شبکو څخه خارجېږي او د پلاستیک له امله ککړتیا رامنځته کېږي او په دې اړه مې په ټولنیزو رسنیو او د انټروۍ پرمهال له خلکو سره خبرې وکړې.

د ښکلا ملکه وایي چې په دې دوران کې یې له ټولو هغه هم فکره کسانو سره کېدنې وکړې، چې د چاپیریال ساتنې اړوند یې کار کول غوښت، نوم ورکي اتلان و او غوښتل یې چې د ځمکې په کره یو ښه ځای ځانته جوړ کړي.

جوهي چاولا وایې چې د چایپریال اړوند یې د پوهاوی لپاره (ښارونه د سبا لپاره) یو نوښت پیل کړ او د وخت په تېرېدو سره د چاپیریال اړوند کارپوه شوه او غوښتل یې چې خلک د یوې ښکلې او تعلیم یافته نړۍ خاوندان شي. نوموړې زیاتوي، خوشحاله ده چې د خلکو د ښه والي او تعلیم لپاره یې آواز پورته کړ او ددې لپاره د خوښۍ احساس کوي چې یوازې فلمي ستورې نه ده.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …