کورپاڼه / روغتيا / انګور وخورئ او پوستکی مو له سوخت څخه وژغورئ
انګور

انګور وخورئ او پوستکی مو له سوخت څخه وژغورئ

ویل کېږي چې انګور په طبیعي ډول د پوستکي له سوخت او د پوستکي له سرطان څخه د ژغورلو لپاره پخپل جوړښت کې کیمیکل یا کیمیاوي مواد لري، چې دا خبره د یوې سروې وروسته څرګنده شوې ده او سروې یې په یو امریکایې ژورنال ډرماټولوژي کې خپره کړې ده.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې په دې اړه یې په انسانانو کې د څېړنو پرمهال ولېدل، که چېرته په مناسبه توګه انګور استعمال شي، نو د ګرمۍ په موسم کې مو پوستکی د لمر له وړانګو او سوخت څخه ژغورلی شي او د زیانونو مخنیوی یې کوي، چې د انګور په طبیعي ډول قیمتي پولي فینولونه یې سبب ګڼل کېږي.

د څېړنې پرمهال د البامه پوهنتون استاد کریګ ایلمټس تر څوارلسو ورځو پورې هغه رضاکارو کسانو ته د انګورو پوډر ورکړل، چې په لمر کې د کار په کولو عادت ول او په دې دوران کې یې په رضاکارو کسانو د لمر د وړانګو د زیانونو څېړنه وکړه او د دوی په پوستکي کې یې د لمر د وړانګو په وړاندې مزاحمت کول هم یاداشت کړي ول، چې په طبي اصطلاح ورته د پوستکي سوروالی یا سرخي ویل کېږي.

په پایله کې معلومه شوه چې د انګورو خوړل پوستکی د لمر له وړانګو یا سوخت څخه ژغوري.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …